اسراييل؛ استعماري نخشې او بشري حقونه
ژباړه او زیاتونه:  مجیب الرحمن ساپی ژباړه او زیاتونه: مجیب الرحمن ساپی

 

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرېکړه وکړه، چې د فلسطین اشغال شویو سیمو ته د حقیقت موندونکي پلاوي په استولو سره د اسراییل له لوري په دغو سیمو کې د ښارګوټو جوړونې په اړه به څېړنې او پلټنې وکړي. یادې شوې شورا په اړه له اسراییل څخه د همکارۍ غوښتنه کړې وه. د بشري حقونو شورا همدا راز ویلي دي، چې د فلسطین په خاوره کې د اسراییل له لوري د ښارګوټو د جوړېدو دوام د دې لامل شوی، چې د فلسطین د راتلونکي خپلواک هېواد رامنځ ته کېدل له ننګونو سره مخ کړي او د فلسطینیانو پر اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او مدني حقونو یې ناوړه اغېز ښندلی دی.

خو د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د دغې پرېکړې پر وړاندې تېره ورځ د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې له یادې شوې شورا سره یې خپلې ټولې اړیکې او همکارۍ درولي دي.

د فلسطین د مباحثو یوه با اهمیته مسئله په وروستیو لسیزو کې د اسرایيل په ملاتړ د فلسطین په خاوره کې د یهودي مېشتو ښارګوټو جوړونه ده. په عربي هېوادونو کې د پاڅونونو له پیل سره جوخت د فلسطین په لوېدیځې تړادې او ختیځ بیت المقدس کې د اسراییل له لوري په ښار ګوټو جوړونې کې زیاتوالی راغلی دی. داسې برېښي، چې عربي هېوادونه په خپلو کورنیو شخړو بوخت دي او اوس مهال د فلسطین قضیې ته جدي پاملرنه نه لري، نو له دې امله د ښارګوټو په جوړونه کې چکټیا رامنځ ته شوې ده.

فلسطین ته د یهودیانو له راتګ څخه را په دېخوا له شخړو ډکه موضوع، د فلسطین په خاوره کې د اسراييل پراختیا وه. دغه رژیم له اویایمې زېږدي لسیزې څخه په وړاندې کلونو کې د سړې جګړې له درنې فضا څخه په ګټې اخیستنې سره په عربي هېوادونو کې یې پوځي نښتې تر سره کړي او د عربي هېوادونو ډېری برخه یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

د اویایمې لسیزې څخه په تېرېدو، د سړې  جګړې په پای ته رسېدو او په نړۍ وال ډګر کې د فلسطیني مقاومت ډلو په فعالیت سره اسراییل دا توان له لاسه ورکړ، چې له جګړې او زور څخه په ګټې اخیستنې سره د عربي هېوادونو سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي؛ ځکه دغه کړنه نړۍوالې ټولنې ته د منلو وړ نه وه.

له دې امله ځمکنۍ پراختیا یې په ۱۹۶۷ زېږدي کال اشغال شویو سیمو ته د یهودیانو په لېږد او په جوړو شویو ښارګوټو کې د یهودیانو په مېشت کولو سره دوام ورکړ، څو وګړنی اوډن د یهودیانو په ګټه تمام شي، چې په دغو سیمو کې د اردن سیند لوېدیځه تړاده، ختیځ بیت المقدس، د جولان غونډۍ، د سینا صحرا او د غزې تړاده شاملې دي.

خو د ملګرو متلونو امنیت شورا د ۴۴۶، ۴۵۲، ۴۶۵، ۴۷۱ او ۴۷۸ پرېکړو لیکونو له مخې، چې په ترتیب سره لومړۍ دوه یې په ۱۹۷۹ زېږدي کال درېیمه، څلورمه او پنځمه یې په ۱۹۸۰ زېږدي صادرې کړي په ۱۹۶۷ زېږدي کال کې د نیول شویو سیمو پر سر د اسراییل د ادعا په ردولو سره په دغو سیمو کې یې ښارجوړونې و غندلې او له اسراییل څخه یې غوښتنه وکړه، چې د ژنو د څلورم کنوانسیون ۴۹ ماده دې په پام کې ونیسي، چې له مخې یې نه باید اسراییل خپل وګړي اشغال شویو سیمو ته ولېږدوي.

له دې امله د ملګرو متلونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو او همدا راز د اسراییل او عربانو تر منځ د سولې خبرو اترو د هوکړې له مخې دغه هېواد اړ شو، څو یو شمېر عربي سیمې تخلیه کړي. د بېلګې په توګه په ۱۹۸۲ زېږدي کال کې د کمپ ډېوېډ تړون له مخې د سینا صحرا د ښارګوټو تخلیه کول، په ۲۰۰۰ زېږدي کال کې د لبناني مقاومت ډلې له لوري د فشارونو له امله د لبنان سوېل تخلیه کول او یا هم په ۲۰۰۵ زېږدي کال کې د غزې تړادې تخلیه کول، چې اسراییل یې د امنیت د ټینګښت توان نه درلود.

په ۲۰۰۰ زېږدي کال کې د مسجد الاقصی له انتقاضیې څخه وروسته د ښارګوټو جوړونې دوام او په کورنۍ او بهرنۍ کچه پر اسراییل د فشار زیاتوالی د دې لامل شو، څو دغه هېواد له ډېرو ستونزو سره مخ کړي او حتی په ځینو برخو کې یې د ښارګوټو جوړونه و دروله. خو په ۲۰۰۸ زېږدي کال کې د غزې له جګړې څخه وروسته د سولې خبرو اترو په ټپه درېدو سره موږ د ښارګوټو د جوړونې د پراختیا شاهدان یو. د بېلګې په توګه کولای شو د لیکود ګوند هغې طرحې ته نغوته وکړو، چې له مخې په ختیځ بیت المقدس کې ۹۰۰ کورونه او په لوېدیځ تړادې کې ۳۳۶ کورونه جوړ شول.

په عربي هېوادونو کې د پاڅونو له پیل سره د اسراییل له لوري د ښارګوټو جوړونه زیاته شوې او نوي پړاو ته دننه شوې ده. د روان ۲۰۱۲ زېږدي کال د جنورۍ په میاشت کې د اوس سولې یا Peace Now په نامه د اسراییل نادولتي سازمان له لوري د خپاره شوي رپوټ له مخې  د ۲۰۱۱ زېږدي کال په اوږدو کې د اردن سیند په لوېديځې تړادې کې کابو ۳۵۰۰ کورونه د جوړېدو په حال کې وو او په همدې کال په لوېديځې تړدې کې ۱۵۷۷ او په ختیځ بیت المقدس کې د ۲۰۵۷ کورونو د داوطلبۍ اسناد خپاره شوي دي.

د اسراییل له لوري د ښارګوټو د پراختیا اصلي لامل دا دی، چې له یوه لوري اشغال شوي سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي او له بل لوري د منځني ختیځ په خبرو اترو کې له دغو ښارګوټو جوړونو څخه ګټه پورته کړي. اسراییل اوس هم په دغو خبرو اترو کې د ښارګوټو جوړونې له امله ډېر امتیازات خپل کړي دي. د مثال په توګه فلسطینیانو د خپلو غوښتنو په کمولو سره د سولې خبرو اترو د بیا پیل شرط د اسراییل له لوري د ښارګوټو جوړونې درېدل په ګوته کړي دي. په داسې حال کې، چې اصلي موضوعات د هغې له ډلې څخه د کډوالو بیا راتګ، د اشغال شویو سیمو نه تخلیه او د ختیځ بیت المقدس موضوع خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

سربېره پر دې امریکا او اروپا ویلي دي که چېرې اسراییل د ښارګوټو جوړونه و دروي، نو دوی حاضر دي، څو د خبرو اترو بیا پیل لپاره اسراییل ته نور امتیازات په واک کې ورکړي. د مثال په توګه د ۲۰۱۰ زېږدي کال په ډسمبر میاشت کې امریکا ژمنه وکړه که چېرې اسراییل د ښارګوټو جوړونه و دروي هر هغه طرحه به وټو کړي، چې د اسراییل ملي ګټې پر خلاف وي او همدا راز له کانګرس څخه غواړي، څو د کابو درې ملیارډو ډالرو په ارزښت د شلو جنګي الوتکي پلورل هم تصویب کړي.

له دې امله اوس مهال هم اسراییل د فلسطین په خاوره کې ښارګوټو جوړونې ته دوام ورکوي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا سره یې خپلې اړیکې او همکارۍ پرې کړي دي، څو له یوه لوري خپلو استعماري نخشو ته دوام ورکړي او بل لوري له نړۍوالې ټولنې څخه زیات امتیازات تر لاسه کړي.

 


March 27th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی